سیاست

حامدکرزی :موږ د یو تاریخي ملت په توګه مکلفیت لرو چې د یو افغاني اقدام له لارې ځان له دغې تحمیلي جګړې وژغورو

-کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې٤:
ګرانو هیوادوالو! پر افغانانو تپل شوې جګړه چې د پردیو د ګټو لپاره یې زموږ په هېواد کې اور بل دی اوس تر هر بل وخته زیاته خونړۍ شوې او  هره ورځ زموږ له ملته قرباني اخلي.
دحامد کرزي د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
هغوی چې پر موږ یې دغه جګړه تپلې اوس په ډېره زیرکۍ هڅه کوي چې  د افغانانو تر منځ د تفرقې او نفرتونو اور ته لمن ووهي او ملي وحدت مو زیانمن کړي.
دغه دسایس مو هره ورځ د هېواد د ویجاړېدو سبب ګرځي او خلک مو د جنګ په اور کې سوځي.
موږ د یو ژوندي او تاریخي ملت په توګه مکلفیت لرو چې د یو  افغاني اقدام له لارې ځان له دغې تحمیلي جګړې او پردي اسارت څخه وژغورو او  پرېنږدو چې د افغانانو په  ژوند، غرور او استقلال لوبې وشي او د پردیو ګټو لپاره تر پښو لاندې شي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته