فرهنګ

دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت دافغانستان دعلماوو دسرتاسري شورا اعلاميه .

 

٤-کابل باختر د لړم څلورمه 

 

 دافغانستان دعلماوو سرتاسري شورا دنيکمرغه  لوى اختر درارسيدلو په مناسبت خپل  دزړه له کومې مبارکي ټول اسلامي امت او په ځانګړي توګه دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس او خپل  مسلمان ، متدين اومجاهد افغان  ولس ته وړاندې کوى او همدا راز دنړۍ دهغو مليونونو مسلمانانو لپاره چې همدانن دعرفات په ميدان کې دحج داداکولو په خاطر راغونډ شوي وو دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دمبرور او مقبول حج غوښتنه کوي .

  دعرفات مقام او ورځ مونږ داسلام دستر پيغمبر  محمد( ص) د حجه الوداع هغې مهمې تاريخي او عظيم الشانه خطبې ته متوجه کوي چې دهجرت په لسم  کال يې په همدې ورځ  او همدې مقام کې دڅه باندې يولکو مسلمانانو په مخ کې اورولې وه چې په هغې کې داسلام ټول اساسي ټکي په ډير تفصيل سره بيان شوي دي چې مونږ يې ديو څوټکو يادونه کوو .  نبى کريم ( ص )   فرمايلي:

  اى خلکو: ستاسو خداى يو دى،  ستاسو پلار يو دى، هيڅ عربي  پر عجمي او عجمي پر عربي او هيڅ سور پوستى  پر تور پوستى او تور پوستى پرسور پوستى فضيلت او توپير نه لري مګر دتقوي له حيثه .

  په دې توګه يې ټول بشريت ديو واحد خداى ( ج ) بنده ګۍ ته راوباله دبيلابيلو قومونو نژادونو او ډلو ترمنځ يې توپيرونه له منځه يووړل  او دفضيلت  معيار يې  يوازې تقوى وښودله .

 او ويې فرمايل : خبر اوسۍ  چې ستاسې وينې  ،  مالونه، عزت او ابرو پريوبل باندې ددې ښار ، ددې مياشتې او ددې ورځې دحرمت   په شان دقيامت تر ورځې  حرام دي او له مانه وروسته بې لارې نشۍ چې يو دبل په وژلو لاس پورې کړئ .

  د ښځو په حق کې له الله ( ج )  څخه  وويريږئ ځکه تاسو هغوى دالهى امانت په اساس خپلې کړيدي تاسو پر ښځو حق  لرئ او هغوى پرتاسو حق لري .

 دپورتينو  ارشاداتو په رڼا کې له لوى خداى ( ج  څخه هيله کوو تر څو دنبى کريم ( ص)  دلارښوونو په پام کې نيولو سره نور دمسلمان وينه دمسلمان په لاس تويې نه شي اوژر تر ژره روانې ورور وژنې او وينې تويولوته دپاى ټکى کيښودل شي .

 دافغانستان  دښځو  ٩٩ سلنه داسلام دسپيڅلي  دين داحکامو پابندې دي پر هغوى لاس پورته کول او ظلم کول جرم  اوجنايت دى دافغانستان دعلماوو سرتاسرى شورا له اړوندو امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتنه کوي  تر څو ددغو جنايتونو عاملينوته قانوني سزا ورکړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته