خبرونهاقتصاد

 روسي سیلانیانو  پنجشیر څخه لیدنه وکړه

کابل، د وري ۳۰مه، باختر 

د پنجشیر د طبیعي ښکلاوو د لیدنې په موخه ۷ روسي سیلانیانو دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نصرالله ملک‌ زاده د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د ۶ ښځو په ګډون ۷ روسي سیلانیانو پنجشېر ته سفر کړی او ټاکل شوې چې د یاد ولایت له طبیعي سیمو او تاریخي آبدو څخه لیدنه وکړي.

ملک زاده زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د بیا ځل حاکمیت راهیسې هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو په راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د یادونې وړ ده، د یادونې وړ ده، چې پنجشیر د هېواد د نورو ولایتونو په څېر هر کال د زرګونو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه توب په غاړه لري او د دغه ولایت طبېعي ښکلا د دې لامل شوې، چې ورځ تر بلې په کې د سیلګرۍ صنعت وده وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته