ټولنه

١٣٩٤ هجري لمريز کال دشنبې دورځې له غرمې مخکې په نهو بجو اوپنځلسو دقيقو پيليږي .

کابل باختر د کب اووه ويشتمه :
دهيواد پيژندل شوې  منجم  او ستورې پيژندونکي  شيخ علي احمد فکور  وايي  چې  ١٣٩٤ هجري لمريز کال   دشنبې دورځې  له غرمې مخکې  په نهو بجو او پنځلسو دقيقو پيليږي .
دده دڅرګندونو له مخې ، ١٣٩٤ هجري لمريز کال  دنجوم په اصطلاح  دپسه کال دى  او نعمتونه پکې زيات  وي .
فکور چې په دې باب يې دباختراژانس له خبريال سره  خبرې کولې زياته يې کړه.  په راروان کال کې  کرکيله زياتيږي  اوپه ځينو سيمو کې  دونو ميو ته  په قسمي ډول  زيان رسيږي .
فکور  دخپلو خبرو په پاى کې وويل  که چيرې خلک  په ښه توګه فکر وکړي  ١٣٩٤ هجري لمريز کال  دسولې  ، پخلاينې  او ارامي کال دى . او نعمتونه پکې زيات وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته