کابل / د وري ۳۰ مه / باختر
د هېواد په ختیځو ولایتونو نورستان او کونړ کې یو شمېر کسانو په خپله خوښه خالد بن ولید قول اردو لسګونه مېله وسلې سپارلې دي.
د خالد بن ولید قول اردو ویاند وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د کونړ او نورستان یو شمېر کسانو د بیت المال ۳۳۸ درنې او سپکې وسلې، ۸۳ دولتي وسایط، ۸۵۰ زره ګولۍ او پوځي تجهیزات له اسلامي نظام د ملاتړ او د امنیت د ټېنګښت په موخه خالد بن ولید قول اردو ته سپارلي دي.
د کونړ او نورستان خلکو ویلي چې دغه پوځي تجهیزات او وسایط د بیت المال دي او په دې لاره کې به له خپلو دفاعي او امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې سلګونه میله دولتي وسلې، وسایط او مهمات امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارل شوي وو.
ن/ر