خبرونهنړۍ

۱۶۶ ورځې جګړه؛ صهیونست پوځونو ډېر پام د ملکي وګړو وژلو ته اړولی

نړۍ، د وري لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ

تر پنځه نیمو میاشتو جګړې وروسته صهیونست پوځونه د فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول حماس غورځنګ پر وړاندې جګړه کې ناکام ښکاري او دغې موده کې یې ډېر پام د ملکي وګړو پر وژلو او نیولو ورټول دی.

د وروستیو راپورونو له مخې؛ نن چهارشنبې د روانې جګړې په ۱۶۶ مه ورځ هم صهیونست ځواکونو د ملکي وګړو استوګنځایونه بمبارد او یو شمېر کسان یې شهیدان کړي او دغه راز په غزه او اشغالي سیمو کې یې یو شمېر فلسطینیان هم نیولي دي.

ورته وخت کې اسرایلي ځواکونو غزه کې د الشفا روغتون محاصره کړی او ناروغان یې په زوره شړلي او ځینې کسان یې نیولي هم دي.

صهیونست پوځ وایي، چې دغه روغتون کې د حماس غورځنګ وسلوالو او غړو پناه اخیستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته