کابل / د لړم ٢٣ مه / باختر
امنیتي او دفاعي منسوبینو په لغمان کې یو ځانمرګی بریدګر له چاودېدونکوتوکو بار موټر سره ونیو.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې امنیتي او دفاعي منسوبینو دغه بریدګر چې په چاودېدونکو توکوبار موټر سره د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې برید وکړي، ونیو.
هغه زیاته کړه چې پوځیانو په چاودېدونکو توکو یاد موټر له سیمې لرې شنډ کړ.
پای/ع