نړۍ، د غوايي لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ
د کوریا دولتي خبري اژانس خبر ورکړی، چې شمالي کوریا د پرمختللیو وسلو د ازموینې په دوام او په یو تازه ګام کې د الوتکې ضد نوی ماډل (پیولجي ۱-۲) کروز توغندی او د یوه نوې سرګلوله په بریالیتوب سره ازمویلې ده.
د شمالي کوریا د مزایلو ادارې دا یوه ښه او بریالۍ ازموینې بللې.
شمالي کوریا دغه ازموینې په داسې مهال دېرې کړٍي، چې منځني ختیځ کې د اسرایلو، فلسطین او ایران پوځي کړکېچ مخ په پراخېدو دی او دغه راز په ارام سمندر کې هم د امریکا، چین، تایوان، جاپان، جنوبي کوریا، فیلیپین اسټرالیا، ځینو نورو هېوادونو او په خپله شمالي کوریا ترمنځ ستونزې شته.