خبرونهامنیت

یرغلګرو په روزګان کې د پوځیانو د سوق او ادارې پر مرکز برید وکړ

٤- ترینکوټ / د مرغومي / ۱۸/ باختر
یوې ډلې یرغلګرو په روزګان کې د پوځیانو د سوق او ادارې په ګډ مرکز برید وکړ.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، لومړی په چاودیدونکو توکو بار موټر د ترینکوټ ښار د صوفیانو په کلي کې د دغه مرکزپه وړاندې وچاول شو او وروسته یرغلګرو له پوځیانو سره نښته وکړه.
د روزګان یوه امنیتي خبرځای چې ویی نه غوښتل نوم یی واخیستل شي باختر اژانس ته وویل په دې چاودنه او نښته کې پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتی ده خو دقیق شمېر یی معلوم نه دی.
د چاودنې له امله د پوځیانو د قرارګاه ډیرې برخې ویجاړې شوې دي .
د باختر اژانس سیمه يیز خبریال د ترینکوټ له ښار څخه خبر راکړ چې ساحې ته کومکي ځواکونه رسېدلي دي او جګړه د یرغلګرو او پوځیانو تر منځ دوام لري .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته