کراچۍ دپاکستان خبري منابع – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩
د کراچۍ ښار د طبي علومو د پوهنتون د ستوماتولوژۍ د پوهنځي رييس دناپيژندل شويو يرغلګر په تروريستي بريدکې ووژل شو.
د کراچۍ ښار د پوليسو د څرګندونو له مخې : د دغه ښار د طبي علومو د
پوهنتون دغاښونو دطب پوهنځي په رييس جاويد اقبال قاضي پرون دناظم آباد
په ناحيه کې د ناپيژندل شويو کسانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو.
په دې بريد کې د ده د سپرلۍ موټر چلوونکي سخت ټپي شوى دى .
دپاکستان خبرځايونو خبرورکړ تروريستان دجنايت له ترسره کولو وروسته وتښتيدل.
تراوسه پورې ددغه بريد مسوولت چا په غاړه نه دى اخستى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ