خبرونهټولنهTOP

کونړ کې د سېلابونو له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

کابل، د وري ۲۸ مه، باختر

د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د سېلابونو او اورښتونو له امله ۶ کسانو ته د مرګ ژوبلې سربېره خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د کونړ د پېښو پروړاندې د مبارزې مدیر احسان الله د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت په دانګام، اسمار، شیګل، ناړۍ، غازي اباد، مره ورې، نرنګ، چپه دره، پیج او شلتن ولسوالیو او مرکز اسعداباد کې د پرله پسې سېلابونو او اورښتونو له امله ۴ تنه وژل شوي، ۲ نور ټپیان، ۳۰۶ کورونه ویجاړ، ۱۴۲ څاروي له منځه تللي او ۶۴ کیلومتره سړک، ۲ جومات، یوه مدرسه، ۲ ښوونځي، ۲۳ سربندونه، ۱۸ پلګوټي او ۳۵۶ جریبه کرنیزې ځمکې او فصلونه زیانمن شوي دي.

په ورته وخت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیریت خلکو ته مرستې رسولي او د نورو مرستو لپاره دقیقه سروې پیل کړي ترڅو مستحقو کورنیو سره عاجلې مرستې ترسره کړي.

ورته مهال په فراه ولایت کې هم د پرله پسې اورښتونو او سېلابونو له امله ۵ کسان وژل شوي او ۲۰۳ څاروي له منځه تللي دي.

د فراه د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اسراییل سیار د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې د یاد ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله ۵ کسان وژل شوي، ۲۰۳ څاروي له منځه تللي، ۹۵ کورونه او ۴۳۸۰ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړ شوې دي.

نوموړي په دې غونډه کې له اړوندو سیمه ییزو مسوولینو او مرستندویو موسسو څخه وغوښتل چې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې او لاسنیوي په برخه کې خپلې هلې ځلې ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته