کابل، د چنګاښ ۲۲ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني نن د پکتیا زرمت ولسوالۍ ته په سفر کې له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکو ته د هر اړخیزې مرستې او پاملرنې ډاډ ورکړ او په تېرو دوو لسیزو کې یې د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو قربانۍ وستایلې.
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي نظام په بریا کې د زرمت اوسېدونکو نه هېریدونکې هلې ځلې کړې دي.
په همدې حال کې د زرمت اوسېدونکو زیانمنو شویو سیمو ته د لوړ پوړیو چارواکو ورته سفرونه ګټور او د ولس او حکومت ترمنځ يې د نږدې والي ښه لاره وبلله.
هغوی په خپله ولسوالۍ کې له اسلامي امارت د برېښنا، ګردیز- زرمت لویې لارې جوړولو او یو شمېر نورو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د زرمت اوسېدونکو وویل چې په تېر نظام کې د وخت واکدارانو ورسره توپیري چلند کړی او له هر ډول امتیازاتو یې بې برخې کړي و، خو له اسلامي امارت تمه لري، چې ځانګړې پاملرنه به ورته کوي.
69 1 دقیقه لوستل