کابل، د چنګاښ ۳۰ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې د هېواد والو هر درد او رنځ خپل ګڼو او لاسنیوی یې زموږ مسؤلیت دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په خوست کې له هغه روغتون څخه د کتنې پرمهال وکړې چې متحدو عربي اماراتو د وروستيو طبيعي پېښو د ټپيانو د بېړنۍ درملنې لپاره جوړ او تجهيز کړى.
هغه د روغتیاپالانو خدمتونه ستایلي دي او غوښتنه یې ترې کړې، چې خپلو چارو ته په لا پاملرنې سره د ټپيانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو څخه په بشپړ اخلاص کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو ورځو کې زلزلې او سېلاوونو د خوست او پکتيکا په ګډون ځينو ولايتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولې خو د پېښو له پيله تر دې دمه د اسلامي امارت مسؤلينو زيانمنو شویو ته د مرستو رسولو بهير ته جدي پاملرنه کړې او په وروستي اقدام کې د طبيعي پېښو قربانيانو ته د مرستو د انسجام مسؤليت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدين حقاني ته ورکړل شوی او هغه هم ولس ته د مرستو د پر وخت او عادلانه رسولو ژمنه کړې ده.
س. صدیقي