ټولنه

که د لويو لارو امنيت خوندي نه شي له دولت سره به پرېکون اعلام کړي

ښرنه باختتر د تلې د مياشتې ۲۲ مه
پکتيکا وال وایي که پکتيکا ته د غځېدلو لویو لارو امنیت خوندي نه شي له دولت سره به پرېکون اعلام کړي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
د پکتيکا ولايت ولايتي شورا، مدني ټولنو او قومي مشرانو د يوې خبري ناستې پرمهال وويل، چې پکتيکا د غزني او پکتيا ولايتونوله غځېدلو لويولارو څخه محاصره ولايت دی او په دغو لارو امنيتي مسؤلين له وسله والو طالبانو سره اړيکې لري او پکتيکا وال  پرې وژني.
د پکتيکا د ولايتي شورا غړي مبين فقيرزاده د خبري ناستې پرمهال وويل چې، پکتيکا له پلازمېنې کابل سره د غزني او پکتيا ولايتونو د لويو لارو په مټ يوځای کېږي خو په دې وروستيوکې د ناامنۍ له امله خلک نه شي کولای چې په اسانۍ سره تګ راتګ پرې وکړي.
هغه زياته کړه(( په دغه لويه لاره په تېرو دوو اونيو کې تر ۱۵ تنو زيات دولتي مامورين او قومي مشران ووژل شول،  چې لامل يې د امنيتي ځواکونو له وسله والو طالبانو سره اړيکې لرل دي.
هغه وايي وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو په وړاندې له موټرو خلک ښکته کوي او وژني يې، خو دولت يې په وړاندې چوپه خوله پاتې دی))
د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر خورشيد امان کټوازي بيا وويل چې، د غزني ولايت داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې لسګونه د ملي او سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو پوستې پرتې دي خو بيا هم لار نا امنه ده.
هغه زياته کړه، چې په دغه لاره د دولت مامورين، دولت پلوه خلک او ان قومي مشران چې له دولت سره په غونډو کې ګډون کوي تګ راتګ نه شي کولای ځکه چې پر دغه لاره څو ځايه وسله وال طالبان تالاشي کوي.
قومي مشر امان الله بيا وايي، پکتيکا ته د غزني او پکتيا ولايتونولارې پل سراط جوړې شوې دي، ځکه چې تل يې پردغو لارو ځوانان او زامن وژل کېږي.
په همدې حال کې د پکتيکا يو تن ځوان محمد عمر غوښتون بيا وويل چې، که مرکزي دولت د دغو لارو دامنيت دټينګښت په موخه چټک ګامونه  پورته نه کړی دوی به له مرکزي دولت سره هرډول اړيکې پرې کړي.
يعقوب خان منظور بيا له دولت څخه وغوښتل، چې د دغو لارو ټول امنيتي مسوولين دې بدل کړي او که دغه لاره دغزني چارواکي نه شي ساتلی دپکتيکا ځوانانو ته دې امکانات په لاس کې ورکړي هغوی چمتو دي،څو دغه لاره امن کړي.
د يادونې وړده، چې تېره ورځ هم دپکتيکا يو تن قومي مشر الحاج نظر محمد دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې لومړی دوسله والو طالبانو له لوري له موټره ښکته شو او وروسته ووژل شو.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته