ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کابل او د کابل پولي تخنيک ليليې وارزولې

کابل_باختر د لړم د مياشتې١٦مه
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټرعبداللطیف روشان تېر ماښام په یوه ناڅاپي لیدنه کې د کابل او د کابل پوليتخنیک د پوهنتونونو د هلکانو له لیلیو څخه څارنه وکړه او د لیلیې د محصلانو د استوګنې وضعیت یې له نږدې وارزاوه.
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دې لیدنه کې د یادو لیلیو له محصلانو سره یو ځای ډوډۍ وخوړه، د هغوى ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل.
روشان لارښوونه وکړه چې د کابل پوهنتون د هلکانو لیلیې مدیر دې، د لیلیې له خوړو څخه د محصلانو د نه خوښۍ، په لیلیه کې د پاکوالي نه ساتلو او د دندې پر مهال د نه شتون له امله، له اوسنۍ دندې لرې شي.
نوموړي له محصلانو وغوښتل چې په لیلیه کې لس تنه خپل استازي وټاکي او په اوونۍ کې یو ځل لوړو زده کړو وزارت ته راشي او په لیلیه کې شته ستونزې ورسره شریکې کړي، څو ورته پر وخت لاس رسی وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لیلیې څخه په لیدنه کې د یادې لیلیې ډوډۍ خوړلو سالون او محصلانو د استوګن خونو وضعیت وارزاوه او له محصلانو یې وغوښتل چې د لیلیې د خونو پاکوالي او نورو برخو په ساتلو کې خپله ونډه زیاته کړي.
نوموړي د محصلانو معقولو غوښتنو ته د لاس رسي په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په دغو لیدنو کې د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون څلورم کال محصل محمد اکرم، چې په کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیه کې اوسیږي، د محصلانو په استازیتوب، لیلیو ته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له پاملرنې مننه وکړه او دغه اقدام یې محصلانو سره د نوموړي د دوستۍ او لیلیو ته د جدي پاملرنې نښه وبلله.
همدارنګه څو تنو محصلانو په خپلو خبرو کې له لیلیو څخه د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي له ناڅاپي لیدنو څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه دغه لیدنې د لیلیو د وضعیت په ښه کولو کې ډېرې ګټورې دي.
لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان محصلانو ته ډاډ ورکړ چې هغوي ته د حقونو په ورکولو کې جدي دی او په دې برخه کې به هر ډول هڅې ترسره کړي.#
پاى-ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته