خبرونهاقتصادټولنه

کاپيسا کې پر ۱۰۵۰ بې وزله کورنیو د چرګانو د ساتنې کڅوړې ووېشل شوې

کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د کاپيسا ولايت د حصه اول او نجراب ولسواليو په څه د پاسه زرو بیوزله مېرمنو، چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورپه غاړه ده، پرون د چرګانو د ساتنې کڅوړې ووېشل شوې.
په کاپيسا کې د ناروي کمېټې د برنامو مسوول حسيب اللّٰه اسدي د دغه لړۍ د پيل په مراسمو کې وويل چې په هره کڅوړه کې ۳۰ چرګې، ۳آبخورۍ، دوه خادې ګاډر او ۳ بوجۍ د چرګو دانه شامله ده.
په ورته وخت کې د کاپيسا ځايي مسوولينو د يادې کمېټې د مرستو له کبله د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د مستحقو کورنیو د تشخيص او زمينې د برابرولو په برخه کې به له همکارو موسسو سره همکاريو ته دوام ورکړي.
دوی زياته کړه، چې دغه ډول مرستې د بې وزله کورنیو د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په برخه کې مهم رول لوبوي او له نورو مرستندويه موسسو څخه يې هم د دغسې برنامو د تطبيق غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې يو شمېر هغه مېرمنې، چې له دغو مرستو څخه برخمنې شوې دي، وويل چې په دې سره به يې اقتصادي ستونزې تر ډېره بريده حل شي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کاپيسا د تګاب او اله سای ولسوالیو له يو شمېر بې وزله مېرمنو سره هم ورته مرستې شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته