امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ونيول شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٧
درې تنه وسله وال طالبان په دې وروستيو وختوکې په داسې حال د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول چې د ملي پوليسو ځواکونه د چپرهار ولسوالۍ د تريلي کلي په ساحه کې د ګزمې په حال کې وو.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته خبر وويل چې وسله والو طالبانو د چپرهار ولسوالۍ د په تريلي کلي کې د ملي پوليسو په ګزمې بريد وکړ او جګړه ونښته چې له امله يې يو وسله وال طالب په ټپي حالت کې او دوه تنه نور ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: له نيول شويوکسانو څخه يو کلاشينکوف، يوه کمري تومانچه او يو موټر سايکل ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته