خبرونهامنیت

کابل کې ۷ کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د وري ۲۹مه، باختر

امنیتي سرچینو په کابل کې د بېلا بېلو جرمونو په تور د اتو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل امنیې قومندانۍ د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې یاد کسان د بګرامي ولسوالۍ د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه ۴ تنه د موټر د غلا، ۲ تنه د مبایلونو د غلا او ۲ تنه له یوه شخص څخه د پیسو د غلا په تور لاس په لاس نیول شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې له نیول شویو کسانو سره یو موټر، دوه تومانچې، ۵ مبایلونه او ۵۰ زره افغانۍ هم ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته