سیاستخبرونهTOPټولنهروغتیا

ډاکټر عبدالباري عمر، هالنډ ته د خپل سفر جزئیات له رسنیو سره شریک کړل

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، هالنډ ته د خپل سفر جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ ډاکټر عبدالباري عمر په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډې ته وویل: «د هالنډ په دنهاګ ښار کې د سیمه ییزو تولیداتو دویم کنفرانس و چې دغه کنفرانس ته زه هم په رسمي توګه په (شنګن ویزه) دعوت شوی وم».

هغه، د (شنګن ویزه) د اروپا هغه ویزه یاده کړه چې یو شخص کولای شي په قانوني ډول د اروپا اتحادیې ۲۶ هېوادونو ته په آزادانه ډول سفر وکړي.

ډاکټر عمر، هالنډ ته سفر او په یاد کنفرانس کې خپل ګډون، له لاسته راوړنو ډک سفر وباله او زیاته یې کړه چې د سیمه ییزو تولیداتو دویم کنفرانس کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د لویو شرکتونو استازو ګډون کړی و.

د عمر د څرګندونو له مخې؛ په یاد کنفرانس او د کنفرانس په څنډو کې د یو شمېر هېوادونو د لویو شرکتونو له استازو سره په جلاجلا کتنو کې، په هېواد کې روان وضعیت، سراسري امینت، په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه روغتیايي برخه کې پرمختګونه او رامنځته شوې آسانتیاوې بیان کړې او له هغوی څخه یې غوښتي چې را دې شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د هغه په وینا، د کنفرانس یو شمېر ګډونوالو او د خصوصي سکټور د ځینو لویو شرکتونو استازو لېوالتیا ښودلې چې افغانستان ته سفر کوي او د درملو او طبي محصولاتو په برخه کې به پانګونه وکړي.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست په باور؛ د نړۍ په کچه دغه شان کنفرانسونو کې نړیوالو ته د افغانستان اوسني وضعیت تشریح کول مثبت اړخ لري؛ ځکه د هېواد او نظام پر وړاندې د غربیانو منفي تبلیغات شنډ کېږي او د افغانستان واقعي او مثبت انځور چې سراسري امنیت او پرمختګ دي؛ نړیوالو ته وړاندې کېږي.

ډاکټر عمر د خپلو خبرو په پای کې، په اروپا کې له یو شمېر هېوادوالو سره ناستې، غیر سیاسي او د افغانانو ترمنځ ناستې وبللې او څرګنده یې کړه چې په دغو ناستو کې د هېوادوالو طرحې او وړاندیزونه یې اورېدلي او د اسلامي امارت په راتګ سره یې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان پرمختګونه شریک کړي دي.

هغه د دغو ناستو په اړه د ځینو مغرضو کړیو بحثونه بې ارزښته وبلل او په خبره یې، دوی د افغانستان پرمختګ او د افغانانو ترمنځ ملي یووالی نه غواړي او تل د افغانانو ترمنځ یې د نفاق اچونې هڅې کړې چې هېڅ پایلې هم نه درلودې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته