سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته لاړ

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پرون په یوه درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ولاړ.
د اجراييه رياست د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
اجرائيه رئيس به په دې سفر کې د خادم حرمين شريفين، د سعودي عربستان له ولي عهد، د هغه هېواد له یوشمېر وزیرانو، جید عالمانو، د مکې مکرمې او مدینې منورې له خطیبانو، د سوداګریزونو خونو له چارواکیو او په سعودي کې له مېشتو یوشمېر افغان سوداګرو سره وګوري.
په دې سفر کې به له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې او د سولې له پروسې سره د سعودي عربستان د مرستو په اړه خبرې وشي.
همدارنګه به په دې سفر کې له سعودي عربستان سره یوشمېر هوکړه لیکونه لاسلیک او په یوشمېر مسایلو به بحثونه وشي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو اړیکو پراخوال او پياوړتیا د دې سفر عمده برخه ده.
په دې سفر کې به د افغان کارګرو په اړه به یو موافقتپاڼه لاسلیک شي، چې له مخې به یې افغان کارګر په مستقیم ډول سعودي عربستان ته ځي.
دغه ډول د هغو افغان کډوالو د پاسپورت د بدلون په برخه کې به هوکړه لیک لاسلیک شي، چې د پاکستان په پاسپورت سعودي عربستان ته تللي دي. په افغانستان کې د روغتونونو د رغولو، د برېښنا د تولید په شلو سټېشنونو کې د 200 مېګاواټه برېښنا لپاره پانګونه، چې ـ هر سټېشن به لس مېګاواټه برېښنا تولیدوي ـ په کرنیزو او اوبیزو پروژو کې پانګونه، به په دې سفر کې د سعودي عربستان ژمنې وي.
همدارنګه به د سعودي عربستان په پوهنتونونو کې د افغان محصلانو لپاره 800 تحصیلي بورسونه زیات شي، چې یوشمېر به یې هغو افغانانو ته ځانګړي شي، چې په سعودي کې مېشت دي.
د دې سفر په لړ کې به افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ انستیتوت او د سعودي عربستان د دیپلوماسۍ د انستیتوت ترمنځ شته موافقه ليک وغځېږي او هم به په کابل کې د خادم حرمین شریفین ملک عبدالله بن عبدالعزیز په نامه د یوه فرهنګي مرکز جوړولو لپاره هم یو موافقه لیک لاسلیک شي.
د افغانستان د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او د سعودي عربستان د پوهنې د وزارت ترمنځ د دوو جلا جلا هوکړه لیکونو لاسلیک هم د دې سفر د اجنډا برخه ده.
سعودي عربستان به په کابل کې په خپل سفارت کې د تحصیلي بورسونو او نورو تعلیمي او فرهنګي چارو د ترسره کولو او اسانتیاوو لپاره، تعلیمي اتشه او د لوړو زده کړو وزارت استازی وټاکي.
په دې سفر کې له اجرائيه رئيس سره د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي، د کار، ټولنیزو چارو او معلولینو وزیره نسرین اوریاخېل، د لوړو زده کړو وزیره فریده مومند، د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی، د بلخ والي عطا محمد نور، د عالمانو شورا رئيس مولوي قیام الدین کشاف، د سولې د عالي شورا مرستیال عطاوالرحمن سلیم، یوشمېر سوداګر او د ملي شورا غړي ګډون کوي.#  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته