خبرونهTOPټولنه

سبا د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

کابل، د غوايي ۲۹مه، باختر 

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د غوايي میاشتې په ۳۰ مه نېټه د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د اورښت، تېزو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، بامیان، جوزجان، فاریاب، سمنګان، غور، بادغیس، هرات او فراه ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د باران او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

خبرپاڼه کې د اورښت کچه په بېلابېلو نقطو کې له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو او دغه راز د بادونو د سرعت کچه په بېلابېلو نقطو کې له ۳۰ تر ۹۰ کیلومتره په ساعت پورې ښودل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته