![Ps202405189](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/PS202405189-720x470.png)
کابل، د غوایی ۲۹ مه، باختر
د بغلان د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول شعیب افغان د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د دهنه غوري ولسوالۍ اړوند په بیخ کلي کې د سیمې خلکو له لوري د یو میلیون ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د غازي امان الله په نامه د یوه ښوونځي د جوړولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي وویل، چې یاد ښوونځی به ۶ درسي او اداري خونې، کتابتون، احاطوي دېوال او ورته نورې آسانتیاوې ولري.