کابل، د غوایي ۲۹مه، باختر
د لوګر ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د بره کي برک ولسوالۍ اړوند بابیانو کلي کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د بره کي برک ولسوالۍ د بابیانو کلي قومي مشر داود شاه خان باختر آژانس خبریال ته وویل؛ چې د عمر بن خطاب په نامه جامع جومات د سیمې اوسېدونکو او ارمان خیریه بنسټ په ګډ مالي ملاتړ د ۶.۱ میلیون افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې په فراه کې هم د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړېږي.