کابل، د غوایي ۲۹مه، باختر
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۸۷ کوچنیو بندونو د جوړېدو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شېرجان راشیدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند سالاب درې ښکارځای سیمه کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري د څلور نیم میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۷ چکډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې د مرکز اړوند کرنج سیمه کې هم د FGA موسسې لخوا ۱۰۶ واړه چکډېمونه جوړ شوي وو.