سیاستخبرونهټولنهTOP

اسلامي امارت په غور کې د سېلابونو له کبله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړه

کابل، د غوايي ۲۹مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په غور کې خلکو ته د وروستیو سېلابونو له کبله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې او له هغوی سره یې خواخوږي شریکه کړې ده.

ذبیح الله مجاهد ویلي: «په خواشینۍ سره چې تېره ورځ په غور ولایت کې یوځل بیا هم سېلابونو زموږ د ګڼو افغانانو ژوند اخیستی اسلامي امارت د یادې پېښې شهیدانو ته جنة الفردوس، ټپيانو ته عاجله شفا غواړي او  له غم ځپلو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي او هغوی ته تسلیت وايي.»

نوموړي زیاته کړې، چې مسوولو ارګانونو ته لارښوونه شوې، ترڅو هرڅه ژر سیمې ته د ژغورنې ټيمونه او مرستې ورسوي او له خلکو سره همدردي وکړي.

 هغه همدارنګه پر هېوادوالو غږ کړی، چې په دغو پېښو کې له قرباني شویو کورنیو سره خپله مرسته دریغ نه کړي او د اسلامي امارت له ارګانونو سره په هماهنګۍ له خلکو سره کومک وکړي. 

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په بغلان، بدخشان، غور، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سېلابونو له کبله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته