خبرونهاقتصادټولنه

پکتیکا کې د درېیو بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

کابل، د غوایی ۲۹ مه، باختر

د پکتيکا د چهاربران ولسوالۍ د جلال سوداګریز ګروپ له لوري د یو ميليون او ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د درېیو بنسټيزو پروژو چارې پيل شوې دي.

د جلال سوداګریز ګروپ مشر حجاج الله جلال د باختر آژانس سیمه ییزخبریال ته ویلي چې په دغو پروژو کې د ۲۲۵ دوکانونو په لرلو یو لوی تجارتي مرکز، د ۲۲ خونو په لرلو یو معیاري روغتون او د یوه جامع جومات جوړول شامل دي، چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

باید وویل شي، هېواد کې ډاډمن امنیت پانګوال دې ته هڅولي چې د ښارونو ترڅنګ د یاد ولایت په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې هم په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته