خبرونهفرهنګTOP

ډاکترمحمد قاسم وفايي زاده: په تېرو سلو کلونو کې د افغانستان د فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې د فرانسې د لرغون پيژندنې ادارې (دافا) رول د ستاينې وړ دى

کابل / د زمري ۳ / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترمحمد قاسم وفايي زاده په کابل کې د فرانسې له سفير ديويد مارتي نون سره وکتل.
په دې غونډه کې چې په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پېژندنې هيئت لوى رييس فيليپ مارکي، د سفارت جنرال قونسل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي او لرغونو اثارو د ترميم او ساتنې رييسانو هم برخه اخيستې وه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر ټينګښت او پراختيا خبرې وشوې.
په پيل کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست محمد قاسم وفايي زاده د هېواد د لرغونو او تاريخي اثارو د ساتنې په برخه کې د فرانسې له ملاتړ څخه مننه وکړه او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د فرهنګ او هنر، د بيان آزادۍ، د رسنيو او ځوانانو په برخو کې د تېرو ٢٠ کلونو لاسته راوړنو پر خوندي کولو يې ټينګار وکړ.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير له افغانستان څخه د فرانسې د خلکو او حکومت د ملاتړ، د اروپايي اتحاديې د سفير د پيغام چې په هېواد کې د دموکراتيکو ارزښتونو د ساتنې څرګندونه کوي، مننه وکړه.
هغه همدارنګه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ولسي پاڅون ستاينه وکړه، چې د جمهوريت او افغانستان دفاع کوي او دا کار يې د هېواد د اتباعو د حقوقو دفاع وبلله.
وفايي زاده زياده کړه چې افغانستان بايد بيا د ترهګرو لپاره خوندي پټنځاى نه وي.
په کابل کې د فرانسې سفير فيليپ مارکي په هلمند کې د بست کمان او د لښکري بازار پروګرامونه، په ١٣٩٩ کال کې د بالاحصار په سيمه کې د ګډو کېندنو پيل او د عينکو د لرغونې ساحې په ګډون د سفارت فعاليتونه ياد کړل.
هغه د٢٠٢١ له سپټمبره تر دسمبر پورې د افغانستان د ملي موزيم د هغو ١٧٠ آثارو د نندارتون په اړه چې په بېلابېلو دورو پورې اړه لري معلومات ورکړل چې د فرانسي په ګيلا موزيم کې به نندارې ته وړاندې شي.
د فرانسې سفير کابل کې په انلاين ډول د فرانسي فرهنګي مرکز پروګرامونه اعلام کړل.
د فرانسې سفير افغانستان په نړۍ کې د مهمو تمدنونو زانګو وبلله او د فرهنګي ميراثونو، لرغونو سيمو او تاريخي اثارو د ساتنې لپاره يې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد قاسم وفايي زاده د فرهنګي اړيکو په پراختيا او پياوړتيا کې د فرهنګي ديپلوماسۍ رول مهم وباله او د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې يې د فرانسي هېواد له هر اړخيز ملاتړ څخه مننه وکړه او د (دافا) په همکارۍ يې د ډيجيتلي لرغونپوهنې ارشيف پر جوړولوټينګار وکړ.
ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته