سیاست

حامدکرزی د یو درې ورځني رسمي سفر لپاره ترکیې ته روان شو

کابل- باخترد دليدۍ ٢١:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی، د افغانستان، پاکستان او ترکیې هېوادونو د مشرانو په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره، نن  له غرمې مخکې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکیې پلازمېنې انقرې ته روان شو.
باخترآژانس ته دجمهوري رياست د مطبوعاتي دفتردمعلوماتو له مخې:
حامدکرزی به د افغانستان، پاکستان او ترکیې هېوادونو د مشرانو په غونډه کې پر ګډون سربېره د ترکیې له جمهوررئیس عبدالله ګل او د دغه هېواد له صدراعظم رجب طیب اردوغان سره هم په جلاجلا ډول وګوري او په بېلابېلو برخوکې به د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د علاقې وړ یو شمېر نورو موضوع ګانو په باب به ورسره خبرې وکړي.
دغه راز حامدکرزی به د دغه سفر په لړکې د پاکستان له جمهوررئیس آصف علي زرداري سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو سربېره به د سولې په بهیر کې د وروستیو رامنځته شویو پرمختګونو او د ملي امنیت پر لوی رئیس اسدالله خالد باندې د تروریستي برید د پیښې په اړه د شته معلوماتو او شواهدو په رڼا کې، هم خبرې وکړي.
له جمهوررئیس سره په دغه سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني، د کورنیو چارو وزیر غلام مجتبی پتنګ، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر داوود علي نجفي، د فوایدعامې وزیر نجیب الله اوژن، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال شیر محمد کریمي، په نړیوالو چاروکې د جمهوررئیس سلاکار یحیی معروفي، دملي امنیت سرپرست حسام الدین مرزي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین جاوید لودین، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر ریاست مرستیاله حمیرا لودین اعتمادي او د جمهوري ریاست ویاند او د مطبوعاتو رئیس ایمل فیضي ملګرتیا کوي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته