خبرونهامنیت

څوارلس طالبان ووژل شول

کابل / د ليندۍ ٤مه /باختر
څوارلس وسله وال طالبان په روزګان کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په دهراود او چارچينو ولسواليو اوترينکوت ښار ته څېرمه د افغان ځواکونو پر پوستو د دوى د يرغل په وخت کې له ځمکې اوهوا څخه بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د دويمې لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو جګړو کې ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ملي اردو ځواکونه وايي چې د دغو جګړو په بهير کې د وسله والو طالبانو يوشمېر جنګي وسايل او موټرونه هم د پوځيانولاس ته ورغلي دي.
وسله والوطالبانوتراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم –ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته