خبرونهامنیت

څه نا څه ۵۰ طالبان په قندهارکې ووژل شول

١٦- کابل / د مرغومي ۱۸ / باختر
د طالبانو په لسګونوغړي په قندهارکې په نویونښتواو هوايي بریدونوکې ووژل شول.
دغه پېښې تېره شپه د ارغنداب او خاکریزپه ولسواليوکې هغه وخت رامنځته شوې چې طالبانوغوښتل د پوځيانو پر پوستو بریدونه وکړي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو جګپوړي مقام باخترآژانس ته وویل په دغو جګړوکې ۵۳ وسله وال طالبان ووژل شول.
دغو طالبانو کله چې په خپلو پټنځیو کې د پوځيآنو پر پوستو د بریدونولپاره چمتوکېدل پرې بریدونه وشول.
د دغو عملیاتوپه بهیرکې پوځيانوپه ارغنداب او خاکریزولسوالیوکې پوځي عملیات پیل کړل.
د هېواد په جنوب کې پوځي مقامات وايي چې د دغو عملیاتو په بهیرکې تراوسه د ارغنداب او خاکریزڅوکلي د طالبانوله شتون څخه پاک شول.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې، پوځيانوپه قندهارکې د ۸۲ ماینونوپه کشفولوسره د یولړچاودنومخه ونیوله.
د دغو ماین ښخونو په اړه څوک نه دي نیول شوي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته