ټولنه

په فراه کې ديوه پله دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د سلواغې  ديارلسمه :
په فراه ولايت کې نن دموټرو دتګ راتګ ديوه پله دجوړولوکار پل شو .
دفراه والي  محمد اصف ننګ ددغه پله دکار دپيل په مراسمو کې  دسيمې دګڼ شمير خلکو په وړاندې  وويل ددغه پله په جوړيدو سره دسيمې اوسيدونکو ته زياتې  اسانتياوې برابريږي اوڅوکلي به له يوبل سره  ونښلوي .
  دغه پل چې اتلس متره  اوږدوالى او پنځه  متره سور لري په فراه ښار پورې اړوند دچارباغ دکلي په مربوطاتو کې دسيند دپاسه جوړيږي او اته کلي دفراه ولايت له مرکز سره نښلوي .  دفراه ولايت دفوايد عامې رييس دخبرو په ترڅ کې وويل دغه پل چې څلور مليونه پنځه سوه  اته ويشت زره افغانۍ لګښت غواړي دهندوستان  په مرسته  جوړيږي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته