خبرونهامنیت

څلور ډار اچوونکي د کابل په جنوب کې ونیول شول

کابل / د مرغومي / ۳۰ / باختر
د ملي امنیت د ځاګړو قطعاتو ځواکونو تېره شپه ٤ ډار اچوونکی د کابل په جنوب کې په ځانګړو عملیاتو کې ونیول .
د ملي امنیت ځانګړو قطعاتو نن په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي دي : د ملي امنیت د ځانګړو قطعاتو ځواکونو ٤ تنه ډار اچوونکي د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونیول . نیول شوي کسان د کابل ښار په زیاترو تروریستي فعالیتونو کې رول درلود.
له دغو کسانو څخه یوه اندازه وسلې او مهمات تر لاسه شوي دي .دا په داسی حال کې ده چې د ملي امنیت د ځانګړو قطعاتو ځواکونو پرون ٦ ډار اچوونکي د کابل د موسي ولسوالۍ د سهاکو له کلي څخه د ترورستي فعالیتونوپه تور له وسلو او مهماتو سره نیولي وو
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته