خبرونهامنیت

څلور طالبان په دوو بریدونو کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
په فراه او میدان وردګو کې څلور وسله وال طالبان تېره شپه په دوو هوايي بریدونو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باختر آژانس خبریال ته وویل: هوايي ځواکونو د فراه په مرکز پورې اړوند برګ توت کلي او د میدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ پورې اړوند سید خېلو کلي کې پر هغو وسله والو طالبانو چې غوښتل یې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو یرغل وکړي، بریدونه وکړل چې په پایله کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغو بریدونو کې د دښمن مهمات او وسلې ویجاړې شوې دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته