خبرونهTOPښوونه او روزنه

پوهنې وزارت په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال پیل کړ

کابل، د وري لومړۍ نېټه، باختر

۱۴۰۳ښوونيز کال د پوهنې وزارت له لوري نن د (باکيفيته معارف، روښانه راتلونکي) تر شعار لاندې  د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پيل شو.

په هغه مراسمو کې، چې له همدې امله د کابل په اماني عالي لېسه کې جوړ شوي وو د پوهنې وزارت د چارواکو تر څنګ پکې د اسلامي امارت يو شمېر لوړ پوړو چارواکو، د ښوونيزو حوزو منسوبينو او يو شمېر زده کوونکو هم ګډون کړی وو.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یادو مراسمو کې وویل چې بې علمه ملت همېشه نورو ته احتیاج وي او بل ته احتیاج ملت هيڅکله مستقل کېدای نشي، نو په همدې اساس د ديني علومو ترڅنګ په عصري زده کړو او ټکنالوژۍ د افغان ماشومانو د سمبالولو لپاره لا ډېر کار وشي.

حنفی زیاته کړه، چې تېر کال ۱٫۲ ميليونه نوي زده کوونکي ښوونځيو ته جذب شوي وو او تمه ده، چې سږ کال دغه شمېره تر دې هم لوړه شي‌.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا په دغو مراسمو کې وويل چې د ښوونيز بهير د کيفيت ښه کول د پوهنې وزارت لومړيتوب دی او په دې تړاو ګړندۍ هڅې دوام لري.

هغه زیاته کړه، چې د ديني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې د ورځني ژوند جدي اړتيا ده او د پرديو له احتیاج څخه د خلاصون يواځنۍ لار ټولنه په ديني او عصري علم سمبالول دي.

د پوهنې وزارت د ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پیل کېدو په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ويلي، چې هېوادوالو ته د با کیفیته، عادلانه او متوازنې ښوونې او روزنې د برابرولو په موخه يې کړنلارې جوړې کړي او د تطبیق په موخه به يې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

په ورته وخت کې یو شمېر ښوونکو باختر اژانس سره په خبرو کې د پوهنې له وزارت څخه وغوښتل چې د ښوونکو د معاشاتو ډېرېدو په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي، ترڅو ښوونکي اړ نشي، چې د اقتصادي ستونزو او کم معاش له کبله خپلې دندې پرېږدي.

یو شمېر زده کوونکو هم  د نوي ښوونیز کال په پیل کېدو خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه، چې خپل درسونه به په ښه توګه زده کوي.

د یادونې وړ ده، چې د ۹۳ ښوونځیو تاسیس، له ابتدایه څخه متوسطه ته د ۵۰ ښوونځیو ارتقاء، له متوسطه څخه لیسې ته د ۴۵ ښوونځیو ارتقاء، ۸زره ښوونکو ته داخل خدمت د تحصیل زمینې برابرول، ۲۰ زره کډوالو او مجاهدینو تثبیت سویه او ښوونځیو کې شاملول او ۶۰ ښوونځیو ته د معیاري ودانیو جوړول د پوهنې وزارت د تېر کال له مهمو لاسته راوړنو په توګه په ګوته شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته