کابل/دلړم ٢٤مه /باختر
لومړنى سمبال سونا اوحمام چې د کندزښار په مرکزکې په اساسي ډول جوړ شوى دى ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ دغه مجهز سونا او حمام په کندز ښارکې د ٢٠٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت په اساسي ډول جوړ شوى دى چې د سيمه ييزو مسوولينو اود کندز ښار د يوشمېر مشرانو اومخورو له خوا پرانيستل شو.
د کندز ښار يوشمېر اوسيدونکود دغه شان حمام اوسونا شتون په هېواد کې يومثبت ګا م وباله اوزياته يې کړه چې د دغه شان حمامونو شتون کولاى شي د خلکو د روغتيا لپاره ګټوراو اغيزمن وي.
ج-ا
3 د یوې دقیقې څخه لږ