فرهنګ

د ډاډګېرنې پیغام

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٢مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګېرنې پیغام!
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد پیاوړی تاریخپوه، لیکوال، څېړونکي، شاعر او رښتیني مبارز استاد شاه محمود حصین وفات شوى دى.
انا الله و انا الیه راجعون
ارواښاد استاد شاه محمود حصین د هېواد د تاریخ او سیاست په لاره کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وکړې د هغه ژوند او مبارزه د هغه مشال په څیر وه چې په خپله سوځیده خو نورو ته یې رڼا ورکوله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ارواښاد مړینه د قلم د خاوندانو او هېوادوالو لپاره یوه ستره ضایعه بولي. ارواښاد ته د څښتن تعالى له درباره د فردوس جنت د ده کورنۍ، دوستانو اود ارواښاد مینه والو ته د جمیل صبرهيله کوي.
په درنښت
پوهاند محمد رسول باوري
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته