کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، چې د کندز د ګل تېپې ولسوالۍ د عسقلان په ساحه کې لس ګونه جريبه دولتي ځمکه له غاصبانو واخيستل شوه
د کندز د کرنې رياست يوه مسوول مولوي اميرمحمد نصرت باختر آژانس ته وويل؛ چې د کندز د کرنې رياست د مشرتابه په لارښوونه او د امنيتي ځواکونو په همکارۍ د کندز د ګل تېپې ولسوالۍ د عسقلان په سيمه کې د لسګونو جريبه دولتي ځمکو د غصبولو مخه نیول شوې او غاصبين عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د يادولو وړ ده تراوسه په سلګونو جريبه دولتي ځمکه چې د زورواکو له خوا غصبه شوې وه بېرته اخيستل شوې ده.
\ ذ