خبرونهروغتیا

په کروناویروس ۶۷ اخته کسان مړه شوي دي

کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر

د عامې روغتيا وزارت اعلام کړى دى چې په تېرو ٢۴ ساعتو کې په هېواد کې ۹۷۳ کسان په کروناویروس اخته شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرنو له مخې؛ په یاده موده کې په کروناویروس ۶۷ اخته کسان مړه شوي او ۳۵۰ تنه نور روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې هندي ډوله پرمختللي کروناويروس په چټکۍ سره د پراختيا په حال کې دى او ويل کېږي چې د دغه ويروس څلورمه څپه هم په نړۍ کې پېژندل شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت شمېرنې ښيي چې په هېواد کې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ د خپرېدو له پيله تراوسه پورې ۸۹ زرو ۸۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې جملې څخه ۳ زرو ۵۲۷ تنه مړه شوي دي.

د عامي روغتيا وزارت له خلکو څخه غوښتي دي چې د کروناويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې رعايت کړي.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته