کابل باختر دوري پنځمه :
په هغه ځانمرګي بريدکې چې نن مازيګر د کندز ولايت په ورزشي لوبغالي کې د وزلوبې د ننداره کوونکو ترمنځ وشو؛ پنځه ملکي وګړي شهيدان او شل تنه نور ټپيان شول.
دکندز له ولايت څخه دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې بريدکې يوه سړي په خپل بدن کې ځاى پرځاى کړي شوي چاوديدونکي توکي دننداره کوونکو ترمنځ وچول .
دکندزولايت د امنيې قوماندانۍ د ويندوى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې پنځه تنه شهيدان او شل تنه نور ټپيان شوي دي.
د ده دڅرګندونو له مخې: په ټپيانوکې له څلورو تنوساتونکو سره يې په کندز ولايت کې دپوليسو د همغږۍ دمرکز قوماندان جنرال بشيربشارت هم شامل دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ