خبرونهاقتصادټولنه

په کاپیسا کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي چې د مالیې وزارت د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په ارباب خیلو کلي کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د ۸۴۳ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې.

یاد وزارت زیاته کړې دغه دیوال د ۴ مترو په جګوالي سره جوړېږي چې د کار په جریان کې به د نوموړي کلي لسګونه تنه اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

د یادې پروژې د کار په بشپړېدو سره به ۶۰۰ د هستوګنې کورونه او۱۱ زره ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له زیان څخه خوندي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته