کابل / دغويي ٢٤مه / باختر:
د هرات شيڼدنډ ولسوالۍ يو شمير مشرانو، مخورو او ځوانانو د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په کتنه کې دهېواد له پوځيانو څخه ملاتړ اعلام کړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې د٢٠٧ ظفر قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال عصمت الله غروال د هرات د شينډنډ ولسوالۍ د خلکو له ملاتړ څخه په منني سره وويل امنيتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د سر او مال دساتنې په موخه تل د خلکو په خدمت کې دي.
دغه راز د شينډنډ مشرانو او مخورو هم د خلکو د امنيت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت دحاکميت په ټينګښت کې د پوځيانو د سرښندنو او زړورتيا قدردانې وکړه او له هغوي څخه يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
پاى \ ذ