کابل / د چنګاښ ۲۳مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو نن سهار د يو جومات ملا امام په کاپيسا کې شهيد کړ.
د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند عبدالشايق شورش باخترآژانس ته وويل چې د کاپيسا د دارالعلوم د يوې مدرسې مدرس او د خم روبا جومات ملا امام مولوي جان آغا نن سهار لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته د تلو په وخت کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو سره شهيد کړاى شو.
هغه وويل چې تراوسه د دغې قضيې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم-ج – ا