امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د وږي  اووه ويشتمه :

دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ په ده حيات کلي کې  په امنيتي پوستو دطالبانو يرغل  شنډ کړى شو او دنښتې په بهير کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .

دميدان وردګو دوالي وياند  عطاالله خوږياني  ددغه خبر په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل دغه راز  دجلريز  ولسوالۍ  په تکنه بين سيمه کې دطالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه  ونښته چې له امله يې څلور تنه  طالبان ووژل شول  او دوه تنه نور يې  ټپيان شول .

   يوه اړونده خبرځاى وويل  دغه راز د دايميرداد  ولسوالۍ په احمد خيلو سيمه کې  په امنيتي پوستو بريدونه وشول  او له امله يې  دوه تنه  طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول او دغه راز دوه تنه سيمه ئيز  پوليسان هم  ټپيان شوي دي اوملکي وګړو ته زيان نه دى  اوښتى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته