سیاستخبرونهTOP

حنفي: امنیت د ټولنې د پرمختګ اساس دی او د امنیت له شتون پرته ټولنه هوساینې او پرمختګ ته نه رسېږي

کابل، د غوايي ۱۷مه، باختر
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په خپل کاري دفتر کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان ملا رحمت الله محمد اکا سره وکتل.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان په دغه کتنه کې د بلخ ولایت د امنیتي وضعیت او د یادې قول اردو د مجاهدینو د کړنو په اړه د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال ته راپور وړاندې کړ.
نوموړي وویل چې د دې قول اردو مجاهدین له لوړې روحیې او مورال څخه برخمن دي او د اسلامي امارت د مشرتابه او مشرانو د لارښوونو پرځای کولو ته چمتو دي.
د الفتح قول اردو قومندان زیاته کړه، چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو مجاهدین د خلکو د دفاع او امنیت لپاره هلې ځلې کوي، هیچا او هیڅ ډلې ته د خلکو د امنیت او د ټولنې د نظم د اخلال اجازه نه ورکوي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستيال په دغه کتنه کې د مجاهدینو د هڅو او سرښندنو قدرداني وکړه او ويې ویل چې امنیت د هرې ټولنې د پرمختګ اساس دی او هیڅ ټولنه د امنیت له احساس پرته هوساینې او پرمختګ ته نه رسېږي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، که نن زموږ هېواد او خلک له بشپړ استقلال او امنیت څخه برخمن دي، دا د مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو پایله او د اسلامي امارت د مسوولینو او خلکو د خوښۍ سرچینه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته