کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر
یو شمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو يو لړمطالب خپاره کړي دي.
د ٨ صبح ورځپاڼې”يو سړي په دايکنډي کې خپل٤ کلن پوروړى وواژه “ترعنوان لاندې ليکلي دي.
سيمه ييز خبر ځايونه وايي، چې يو سړي د دايکنډي ولايت د پاتو ولسوالۍ په بيري کلي کې يو تن د خپل پور پر سر وژلى دى.
دغې ورځپاڼې”اوکراين له سوريې سره خپلې ديپلوماتيکي اړيکې بندې کړې” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د اوکراين جمهور رئيس د سوريې له خوا د اوکراين په ختيځ کې د دوو بيلتون غوښتونکو جمهوريت غوښتوونکو د خپلواکۍ له رسميت پېژندولو وروسته د اوکراين او سوريې تر منځ د ديپلوماتيکي اړيکو پاى ته رسيدل اعلام کړل.
د اطلاعات روز ورځپاڼې “طالبانو په بهرنيو اسعارو د املاکو پېر او پلور بند کړ” تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت اعلام کړى دى، چې له دې وروسته په بهرنيو اسعارو د ځمکې، کور، دوکان، مارکيټ، سراى، اپارتمان او وسايطو پيرودنه او پلورنه او په کرايي او ګروي ډول د کورونو اخيستل منع دي.
\ ذ