کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٧
د کابل ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتوکې نن سهار دځانمرګي بريد له امله يو موټر چلوونکى شهيد او د يوې ميرمنې په ګډون دوه تنه نور ټپيان شول.
د کابل د ١٠١ زون د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوه ځانمرګي يرغلګر نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار په اتمې ناحيې پورې اړوند په طلايي ښارګوټي کې د نوې کارتې په لومړۍ سړک کې د کابل ولايت د انتخاباتو د کميسيون د ساحوي دفتر د مسوول اول الرحمن رودوال د سپرلۍ په موټر بريد وکړ.
په دې پيښه کې رودول ته زيان نه دى اوښتى، خو د سپرلۍ موټر چلوونکى يې شهيد شوى دى .
مجاهد وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې رودوال له خپل کورڅخه د کار ځاى ته روان شوى و.
په دې پيښه کې د رودوال يو ساتوونکى له يوې ميرمنې سره ټپي شوى دى.
نننى ځانمرګى بريد له هغه ځانمرګى بريد وروسته چې د روان کال د تلې د مياشتې په ١٩نيټه د کابل ښار د جوى شير په ساحه کې وشو او له امله يې د يوې ميرمنې په ګډون درې تنه ټپيان شول؛ په کابل ښارکې لومړى ځانمرګى بريد دى.
د تيرې سه شنبې په ورځ هم د کابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتوکې چاودنه وشوه. چاوديدونکي توکي په يوه د يګ بخارکې ځاى پرځاى شوي و چې د چاودنې له امله يې دوه تنه شهيدان شول.