کابل / د سلواغې ۲۸ مه / باختر
د زابل سیمه ييز چارواکي وايي چې په جلدک سیمه کې په څاه کې د غورځېدلي ۷ کلن ماشوم ژغورلو لپاره د دوی هڅې لا هم دوام لري.
د ماشوم حالت ښه بلل شوی دی او د ژغورنې ټیم دغه ماشوم ته خواړه او اکسیجن استولي دي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د ژغورنې ټیم د ۴۸ ساعتونو په تېرېدوسره تر اوسه په دې نه دي بریالی شوی چې ماشوم وژغوري.
د زابل یوې امنیتي سرچېنې باختر آژانس ته وویل چې د ماشوم د ژغورنې لپاره هلې ځلې دوام لري.
له بلې خوا په سیمه کې د پیمان کار شرکت یو مسوول رسنیوته وویل چې دوی د یو تونل پر کېندلو کار پيل کړی چې له دغې لارې ماشوم وژغوري.
ع