کابل، د مرغومې ۴مه، باختر
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت اړوند د نېزه وهنې فدراسیون د استازولۍ لوري او د برک موسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د اتفاق بي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې اتفاق بي او اتفاق اې زاولو او مرکزي لوبډلو ګډون کړی و چې په پایله اتفاق بي لوبډلې د ۵۲ نومرو په ترلاسه کولو لومړی او اتفاق اې لوبډلې د ۴۴ نومرو په ترلاسه کولو دویم مقام ترلاسه کړ.
د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ ټولنیز سمون و او د سیالیو په پای کې د برک موسسې له لوري لومړي او دوهم مقام ګټوونکو لوبډلو ته نغدې جایزې ورکړل شوې.