خبرونهامنیت

په پکتیکا کې د غلو سرګروپ ونیول شو

 کابل، د زمری ۳ مه، باختر

د پکتیکا امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د غلو یو سرګروپ نیولی دی.

د پکتیکا د امنیت امر ملا جاوید (بدري) باختر آژانس ته وویل، چې تېره ورځ یې د غلو یو سرګروپ له کشفې معلوماتو وروسته له موټرسایکل سره یوځای نېولی دی.

نوموړي وویل، چې یاد کس په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې د خپلو ملګرو په لرلو اعتراف کړی دی او زیاتوي چې نيول شوي غله تر دې وخته خپل څلور تنه نور ملګري هم امنیتي ځواکونو ته ښودلي، چې دوه تنه یې نیول شوي هم دي.

بدري زیاته کړه، چې نيول شوې کس د څلورو غلا شویو موټرسایکلونو په پلورلو اعتراف هم کړی او ۵ موټرسیکلونه یې امنیتې ځواکونو ته سپارلې دي.

نوموړی وایې، چې د دغو غلو په نېولو سره به پکتیکا کې په بشپړ ډول د غلاوو مخه ونيول شې.

جاوید بدري زیاتوي، چې نېول شوی غل لاهم تر پلټنو لاندې دی او اړوندو ارګانونو ته به وسپارل شي.

د یادولو وړ ده، چې تېره اوونۍ هم مرکز ښرنه کې یو کس د موټرسایکل د غلا کولو پر مهال نيول شوی و.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته