کابل / د وري ۱ / باختر
د پکتیا د احمد آبا ولسوالۍ په فیروزخېلو کلي کې د نجونو لپاره د خلکو په شخصي لګښت د فیض العلوم په نوم دیني مدرسه جوړېږي چې چارې یې نن پیل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په یاده ولسوالۍ کې د فیض العلوم په نوم دوې مدرسې فعالې دي چې اوسمهال په کې پر هلکانو سربېره ۴۰۰ نجونې په زده کړو بوختې دي.
د فیض العلوم مدرسې چار سمبالی مولوي محمد جمیل معتصم وايي چې په یاده مدرسه کې به ښځینه ښوونکې تدریس کوي.
د معتصم په خبره، فیض العلوم مدرسې ته د مرکز ګردېز اړوند د لرې پرتو سیمو نجونې هم کولای شي د زده کړې لپاره ورشي او دوی هڅه کوي،چې د هغوی لپاره د ترانسپورټ سیستم هم برابر کړي.
په ورته وخت کې قومي مشر حاجي عبدالمبین فیروزخېل وایې، چې دا د نجونو د زده کړې لپاره ښه ګام دی او له اسلامي امارت غواړي چې له یادې مدرسې سره لازمې مرستې وکړي.
ن/ر